له اووه لاکه افغانانو سره د ناروي کمیټې د مرستې اعلان
-
فایل فوټو
د افغانستان کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست د ناروې کمیټې له عمومي رییس سره د کډوالو او داخلي بې ځایه شویو لپاره په مرستو رسولو کې د ستونزو په اړه لیدنه ترسره کړې او په اړه یې خبرې اترې هم کړې دي
د افغانستان کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست د ناروې کمیټې له عمومي رییس سره د کډوالو او داخلي بې ځایه شویو لپاره په مرستو رسولو کې د ستونزو په اړه لیدنه ترسره کړې او په اړه یې خبرې اترې هم کړې دي.
له غزني څخه زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د یاد وزارت سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني د ناروې کمېټې عمومي رئیس یان انګلنډ سره په دې لیدنه کې د انګلنډ له لورې ویل شوي چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې اته نیم لاکه افغانانو ته مرستې رسولې او په راتلونکي کې هم غواړي چې اووه لاکه نورو افغانانو ته د مرستو دا لړۍ دوامداره وساتي.
د افغانستان د دولتي آژانس دراپور پر بنسټ د ناروې کمیټې عمومي ریس زیاته کړه چې میرمنو ته باید د کار اجازه ورکړل شي او یاده کمیټه ژمنه کوي چې مرستې به د اسلامي شریعت او افغاني کلتور سره برابر ترسره کوي.
په ورته وخت کې خلیل الرحمن حقاني هم په خپلو خبرو کوې وویل چې دوی په دې هڅه کې دي چې د ښځو د تعلیم او کار لپاره یو شرعي چوکاټ رامنځته کړي.
نوموړي وویل چې بشري مرستې باید شرطونه له ځان سره ونه لري ځکه د دواړو لورو موخه بې وزلو کسانو سره دمرستې رسول دي.
د نوموړي په خبره، په یو کیلو او دوه کیلو مرستو د افغانانو ستونزه نه حل کېږي بلکې یادې مرستې باید په داسې طریقې سره ترسره شي چې د افغانانو اساسي ستونزو ته دپای ټکی کیږدي.
ښاغلي حقاني وویل چې بهرنی هیواونه نه باید د افغانستان په اړوند خپلې فیصلې ترسره کوي. دا اړینه ده چې په افغانستان کې دننه ټول حقایق ولیدل شي.