د افغانستان د سرچینو د نغرلو امریکائي نقشه ناکامه پاتې شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i126046-د_افغانستان_د_سرچینو_د_نغرلو_امریکائي_نقشه_ناکامه_پاتې_شوې
د امریکا مځکه پيژندنې ادارې  پخپلو ترټولو وروستیو ارزونو کې  دافغانستان معدني ارزښت څه دپاسه  درې ټریلیّن ډالرو په ارزښت اټکل کړی دی.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 11, 2023 01:53 Asia/Kabul
  • د افغانستان د سرچینو د نغرلو امریکائي نقشه ناکامه پاتې شوې

د امریکا مځکه پيژندنې ادارې  پخپلو ترټولو وروستیو ارزونو کې  دافغانستان معدني ارزښت څه دپاسه  درې ټریلیّن ډالرو په ارزښت اټکل کړی دی.

 

په افغانستان کې د امریکا دبیا رغونې ادارې سیګار پرون په یوې اعلامیې کې  منلې ده،د افغانستان له کانونو څخه د معدنونو دویستنې په برخې کې د کانونو د پراختیا او او ظرفیّتونو د زیاتولو په پلمه  د افغانستان د طبیعي زیرمو د لوټ مار  لپاهر د میلیونونو ډالرو پانګونې اوله اولس کلونو هڅو پسې د امریکا پروژه ناکامه پاتې ده.

سیګار موسیسې ، د افغانستان د له کانونو دغیر قانوني وستنې کارونه او فساد او همدرااز له دغې غوښتې سره د اړونده بیخ بینائي جوړښتونو نه شتون د واشنګټن د ناکامۍ دلیل بللی دی.

ددغه دفتر د اعلامیې په اساس، امریکا په ۲۰۰۳ او ۲۰۰۴کلونو کې  له بهرنیو  مرستو سره دافغانستان د اړوندوالي د ختمولو په پلمه د افغانستان د کانونو په برخې کې  دپانګونې د جلبولو لپاره څه دپاسه نه سوه دوه شپیته  میلیونډالره  لګولي وو.دغه دفتر په افغانستان کې معدني فعالیتونو ته د لویدیځي شرکتونو د نظرپه جلبولو کې ددغه هیواد د پخوانیو حکومتونو بې وسي او ناکراري ، د واشنګټن د پلان د ناکامۍ نور دلیلونه بللي دي.

سیګار پخپل راپور کې،د افغانستان د طبیعي زیرمو د چور تالان د پروژې په اجرا کې  د لټۍ په دلیل د امریکا نړیوالې پراختیا په ادارې او دتجارتي چارو پر وزارت  په نیوکو سره ټينګار کړی دی ، دغه پروژه  د امریکا  له پانګونې سره سره  خپلو هیڅ یوې موخې ته نه ده رسیدلې.

د وئيلو ده،د امریکا مځکه پيژندنې ادارې  پخپلو ترټولو وروستیو ارزونو کې  دافغانستان معدني ارزښت څه دپاسه  درې ټریلیّن ډالرو په ارزښت اټکل کړی دی.