د انساندوستانه مرستو بندیدل نه دي پکار
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i126222-د_انساندوستانه_مرستو_بندیدل_نه_دي_پکار
د طالبانو د کابینې ویاند د ملګرو ملتو د امنیت شورا د غونډې په غبرګون کښې وویل: نړیواله ټولنه دې له افغانستان سره انساني مرستې په سیاسي مسائلو پورې نه تړي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 15, 2023 04:13 Asia/Kabul
  • د انساندوستانه مرستو بندیدل نه دي پکار

د طالبانو د کابینې ویاند د ملګرو ملتو د امنیت شورا د غونډې په غبرګون کښې وویل: نړیواله ټولنه دې له افغانستان سره انساني مرستې په سیاسي مسائلو پورې نه تړي

ذبیح الله مجاهد پرون په افغانستان کښې د ښځو په کار او زده کړې باندې د بندیز په هکله د ملګرو ملتو د امنیت شورا غونډې ته په غبرګون کښې، وویل چې نړیوال سازمانونه او هیوادونه باید د افغانستان د خلکو روان حالات درک کړي او انساني مسایل دې په سیاسي مسايلو پورې نه اړوندوي.

هغه څرګنده کړه: طالبان په هغو برخو کښې په ملګرتیا ژمن دي چې له دیني اصولو او ملي ارزښتونو سره سمون خوري.

مجاهد په دې خبرې سره چې طالبان د امنیت شورا په اندیښنې پوهیږي، زیاته کړه: طالبان هڅه کوي چې ټول مسائل د اسلامي شریعت په چوکاټ کښې برابر کړي.

د طالبانو د کابینې ویاند وویل: طالبان د افغانستان د خلکو او دین په وړاندې د مسئولیت د احساس په وجه د غیرشرعي اقدماتو اجازه نه شي ورکولې.

د افغانستان د حکومت د ویاند دا غبرګون په داسې حال کښې دی چې امنیت شورا وړمه ورځ په خپلې غونډې کښې یوځل بیا په غیرحکومتي موسسو کښې د ښځو په کار او د هغوي په زده کړې باندې په بندیز باندې نیوکه وکړه او له طالبانو یې وغوښتل چې دغه فیصله زرترزره بیرته واخلي.