خوست کې یوې میرمنې څلور ماشومان زیږولي.
Jan 16, 2023 10:38 Asia/Kabul
خوست کې یوې میرمنې څلور ماشومان زیږولي.
خوست کې یوې میرمنې څلور ماشومان زیږولي.
د خوست ولایت روغتیایي چارواکي وایي، د دغه ولایت په مرکزي روغتون کې یوې میرمنې څلور غبرګونې ماشومان زیږولي چې د ټولو روغتیایي وضعیت هم د ډاډ وړ دی.
د بې پولې ډاګټرانو د معلوماتو له مخې چې نن دوشنبه یې ورکړي، ویلي چې یاده میرمن د خپلو تازه زیږیدلو ماشومانو سره په سالم ډول خپل کور ته رخصت شول.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي چې په افغانستان کې په هرو دوو ساعتونو کې یوه مور د زیږون پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.
ټیګونه