Jan 18, 2023 05:43 Asia/Kabul

د دې بنسټ دچارواکو پر وینا، تردې وروسته به یادې میرمنې په خپل مټ کار کوي او د اقتصادي ستونزو په هواري کښې به د خپلو کورنیو لاسنیوی کوي.

د انصار په نوم دخیریه بنسټ مشر میرویس میلمه پال وایي چې په جلال اباد کې یې یو شمیر بې وزله میرمنو ته دجامو ګنډلو په برخه کې دکار کولو اسانتیا برابره کړه. هغه وایي دغو میرمنو چې په تیرو دوه لسیزو کې یې د جامو ګنډل زده کړي وو خو د بې وزلې له امله یې په خپل مټ د کار کولو  توان نه درلود. میرویس میلمه پال وایي هرې میرمنې ته یې د ګنډلو پر ماشین سربیره د اړتیا وړ نور وسایل هم ورکړل او همدارنګه یې هرې میرمنې ته دوه زره افغانۍ هم ورکړې چې د جامو ګنډلو لپاره پرې ټوکر واخلي، دانصار خیریه بنسټ مشر وویل دغو میرمنو ته یې د هغوې د ګنډل شویو جامو لپاره د پلور اسانتیا هم رامنځته کړې او د پوهنتونونو هغه بې وزله زده کونکي چې د فیس ورکولو توان نه لري د دغو میرمنو په لاس ګنډل شویو کالیو ته به بازار موندنه کوي او دپلور په صورت کې به یې هغوې ته هم یوه اندازه پیسې په لاس ورځي چې پر مټ به یې خپلو زده کړو ته دوام ورکوي.

انصار خیریه بنسټ له دې وړاندې یو شمیر نارینه وو ته هم په جلال اباد ښار کې د کار کولو اسانتیا برابر کړې وه.

 

ټیګونه