طالبانو د تیرو حکومتونو په غفلتونو نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i126404-طالبانو_د_تیرو_حکومتونو_په_غفلتونو_نیوکه_وکړه
زمونږ خبریال راپور راکړی د طالبانو د کابینې د ریاست مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په تیرو حکومتونو کښې بیخ بنایانو ته پام نه کول او غفلت په افغانستان کښې د بې وزلۍ د بیکارۍ او د نشې د زیاتیدا عامل وباله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 18, 2023 09:34 Asia/Kabul
  • طالبانو د تیرو حکومتونو په غفلتونو نیوکه وکړه

زمونږ خبریال راپور راکړی د طالبانو د کابینې د ریاست مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په تیرو حکومتونو کښې بیخ بنایانو ته پام نه کول او غفلت په افغانستان کښې د بې وزلۍ د بیکارۍ او د نشې د زیاتیدا عامل وباله.

هغه په بیلابیلو ډګرونو کښې د افغانستان د مشکلاتو په تائیدولو سره وویل دغه ستونزې په تیرو حکومتونو کښې د غفلت او بیخ بنایانو په تیره بیا اقتصاد ته د هغوې د پام د نه کولو په وجه دي.

مولوي عبدالسلام حنفي وویل په تیرو شلو کلونو کښې د جنګونو د دوام ، د نشه ییزو موادو د برابریدا او ویشل کیدا او بیخ بنایانو ته پام نه کول د ډیرو خلکو په نشې د روږي کیدا او د هغوې له بې وزلۍ او بیکارۍ سره د مخامخ کیدا سبب شوي دي.

هغه د افغانستان د مشکلاتو د حل کولو لپاره د طالبانو ډلې هڅې ته په اشارې سره له حکومته د خلکو ملاتړ د مشکلاتو د حل کیدا او د پرمختګ عامل وباله.