د ملګروملتونو یو پلاوی کابل ته رسیدلی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ملګروملتونو یو پلاوی د طالبانو د حکومت له چاروکو سره د خبرو لپاره کابل ته رسیدلی دی.
افغانستان ته د ملګروملتونو د دغه پلاوي ورتلل په داسې حال کښې دي چې دغه هیواد همدا اوس د امریکا او د هغې د متحدانو د شل کلن پوځي نیواک په وجه له انساني ، اقتصادي او د خوراکي شیانو له کړکیچ سره مخامخ دی.
د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیاله امنه محمد ، او د سولې او سیاسي چارو کښې د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیال خالد خیاري، او د ملګروملتونو د د ښځو د دفتر اجرايي مدیره سیما بحوث په دغه پلاوي کښې شامل دي.
ملګروملتونو ویلي دي چې د افغانستان د کړکیچ د حل لپاره یوې سمدستي حل لار ته ضرورت شته.
له دې مخکې د بشر دوستانه چارو د غږملتیا لپاره د ملګروملتونو دفتر اوچا ویلي وو د افغانستان دیارلس میلیونه ماشومان بشر دوستانه مرستو ته ضرورت لري.