طالبان په تعامل سره د پرمختګ په لټه کې دي
امیر خان متقي د اسلامی ملګرتیا موسیسې د ملاتړونو په قدرونې سره په اوسنیو سختو شرائطو کې د افغانستان له ولس سره د اسلامی هیوادونو دلازیاتو مرستوغوښته وکړه.
د طالبانو د حکومت خارجه وزیر وائي ، په مثبت تعامل او غږملتیا سره ، د افغانستان د مشکلاتو د حل او دهیواد د پرمختګ په لټه کې دي.
د افغانستان د طالبانو خارجه وزیر امیر خان متقي،په کابل کې د اسلامی ملګرتیا موسیسې له استازي محمد سعید آل عیاش سره په کتنې کې د په وړاندې مشکلاتو دحل لپاره دحکومت د پروګرامونو په بیانولو سره ووئيل هڅه کوو ، له داخلی او بهرنیو اغیزشیندونکو عواملو سره په تعامل او غږملتیا سره ، د افغانستان د پرمختګ زمینه برابره کړو.
صداي افغان خبری آژانس راپور ورکړ، امیر خان متقي د اسلامی ملګرتیا موسیسې د ملاتړونو په قدرونې سره په اوسنیو سختو شرائطو کې د افغانستان له ولس سره د اسلامی هیوادونو دلازیاتو مرستو غوښته وکړه.
په دغې کتنې کې د اسلامی ملګرتیاموسیسې استازي محمد سعید آل عیاس هم د افغانستان د خلکو دمشکلاتو دختمولو لپاره د اسلامی هیوادونو هڅې ته په اشارې سره دافغانستان له خلکو سره ددغه اورګان د مالی مرستو خبر هم ورکړ.