په نیمروزکې دسختې یخنۍ له امله په لسګونوکسان مړه شوي دي
په ورته وخت کې د طالبانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت هم اعلان کړی، چې د یخنۍ، سېلابونو، ګازو او اور لګېدو له امله ۱۰۴ تنه مړه شوي دي.
دافغانستان د نيمروز ولايت سرچينې وايي چې په تېرو دوو اوونيو کې په دغه ولايت کې د طوفانونو، بادونو او سختې يخنۍ له امله ٣٤ تنه مړه شوي دي.
زمونږ خبریال د افغان غږ خبری آژانس له قوله راپورراکوي د نیمروز ولایت سیمه ییزې سرچینې وایی چې په تېرو دوو اونیو کې په دغه ولایت کې د توپانونو، بادونو او سختې یخنۍ له امله ۳۴ کسان وژل شوی دی.
سرچینه زیاتوي، چې په دغو کسانو کې ۳۴ تنه په نشه يي توکو روږدي وو، چې په زرنج ښار او ولسوالیو کې مړه شوي او جسدونه یې له ښار څخه راټول شوي دي.
دغه راز د سړې هوا له امله يوه ښځه او يو ماشوم هم مړه شوي.
په ورته وخت کې د طالبانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت هم اعلان کړی، چې د یخنۍ، سېلابونو، ګازو او اور لګېدو له امله ۱۰۴ تنه مړه شوي دي.
د دغه وزارت ویاند شفیع ا... رحیمي وايي، په دې موده کې تر ۷۰ زره ډېر څاروي له منځه تللي او د استوګنې ۵۰ کورونه هم ویجاړ شوي دي.