له ایرانه څه دپاسه اوه زره افغان کډوال خپل هیواد ته ستانۀشول
دو ئيلو ده په افغانستان کې د طالبانو بیرته واک ته په رسیدا پسې په لسګونو زره افغانان په تیره بیا ځوانانو ګاونډیو هیوادونو په تیره بیا ایران اوپاکستان ته کډه کړې ده.
د ایران اسلامی جمهوریت په تیرو څلورو لسیزو کې د افغانستان د کډوالو په کوربتوب کې هیڅ شی کم نه دی پریښودلی او کابو پنځه میلیون افغان کډوال په ایران کې ژوند کوي. په پاکستان کې کابو درې میلیون افغان کډوال دیره دي .
تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ، د افغانستان په نیمروز ولایت کې د کډوالو د چارو د ادارې مشر صدیق ا... نصرت پرون په یولړ څرګندونو کې وئیلي دي ،په تیرې یوې اونۍ کې له ایرانه افغانستان ته کابو اوه زره شپږ سوه دولس افغان کډوال بیرته راستانه شوي دي.
کابو دوه اونۍ مخکې هم د افغانستان د طالبانو د حکومت دکډوالو دچارو وزارت وئیلي وو له ایرانه کابو څلور نیم زره افغان کډوال خپل هیواد ته ستنۀ شوي دي.
دو ئيلو ده په افغانستان کې د طالبانو بیرته واک ته په رسیدا پسې په لسګونو زره افغانان په تیره بیا ځوانانو ګاونډیو هیوادونو په تیره بیا ایران اوپاکستان ته کډه کړې ده.
د امریکا نیواکګرو پوځيانو د افغانستان په شل کلن نیواک کې ددغه هیواد د روغتیائي او اقتصادي بیخ بینائيو په تباه کولو او په بې شمیره جنایتونو کولو سره په نهایت کې د ۲۰۲۱کال د اګست په وروستیو کې په بې شرمۍ سره له افغانستانه ووتل او په وتلو سره ئې پر افغان ولس او هیواد سخت اقتصادي بندیزونه ولګول چې ددغه هیواد د ولس ژوند ئې لاپسې تریخ کړی دی.