د افغانستان – ازبیکستان د وسپنې پټلۍ د بندېدو پایلې
د حیرتانو ګمرک د وسپنې پټلۍ بندېدل په افغانستان کې د تیلو زېرمو د کمېدو او د ډبرو سکرو د بیو د لوړېدو لامل شوی دی.
د تسنیم خبري آژانس د راپور له مخې، د افغانستان په شمال کې د نفتي توکو د ټولنې مشر عبدالمؤمن ضیايي د حیرتانو ګمرک د وسپنې پټلۍ بندېدو او د حیرتانو ګمرک د تیلو د زیرمو کمېدو ته په اشارې سره وویل، که چېرې د وارداتو بهیر عادي حالت ته را ونه ګرځي، د نفتي توکو، په ځانګړې توګه د مایع ګازو بیې به د پام وړ لوړې شي.
ښاغلي ضيايي د خپلو خبرو په دوام کې د حیرتانو ګمرک د وسپنې پټلۍ د ژر تر ژره پرانیستلو پر اړتيا ټينګار وکړ.
یو شمېر کارپوهان هم د حیرتانو ګمرک د وسپنې پټلۍ تړل کېدل د زېرمو د کمېدو او د تېلو د بيو د لوړېدو خطر بولي.
کارپوهان او د حیرتانو ګمرک د مایع ګازو او تیلو واردوونکي هم په دې باور دي چې د ریل پټلۍ په بندیدو سره به د ټانکرونو په واسطه د تیلو د لیږد په برخه کې د ستونزو له امله یوازې د بلخ ولایت اړتیاوې پوره شي.