د افغانستان – ازبیکستان د وسپنې پټلۍ د بندېدو پایلې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i127548-د_افغانستان_ازبیکستان_د_وسپنې_پټلۍ_د_بندېدو_پایلې
د حیرتانو ګمرک د وسپنې پټلۍ بندېدل په افغانستان کې د تیلو زېرمو د کمېدو او د ډبرو سکرو د بیو د لوړېدو لامل شوی دی.
(last modified 2023-02-07T19:50:42+00:00 )
Feb 07, 2023 10:24 Asia/Kabul
  • د افغانستان – ازبیکستان د وسپنې پټلۍ د بندېدو پایلې

د حیرتانو ګمرک د وسپنې پټلۍ بندېدل په افغانستان کې د تیلو زېرمو د کمېدو او د ډبرو سکرو د بیو د لوړېدو لامل شوی دی.

د تسنیم خبري آژانس د راپور له مخې، د افغانستان په شمال کې د نفتي توکو د ټولنې مشر عبدالمؤمن ضیايي د حیرتانو ګمرک د وسپنې پټلۍ بندېدو او د حیرتانو ګمرک د تیلو د زیرمو کمېدو ته په اشارې سره وویل، که چېرې د وارداتو بهیر عادي حالت ته را ونه ګرځي، د نفتي توکو، په ځانګړې توګه د مایع ګازو بیې به د پام وړ لوړې شي.

ښاغلي ضيايي د خپلو خبرو په دوام کې د حیرتانو ګمرک د وسپنې پټلۍ د ژر تر ژره پرانیستلو پر اړتيا ټينګار وکړ.

یو شمېر کارپوهان هم د حیرتانو ګمرک د وسپنې پټلۍ تړل کېدل د زېرمو د کمېدو او د تېلو د بيو د لوړېدو خطر بولي.

کارپوهان او د حیرتانو ګمرک د مایع ګازو او تیلو واردوونکي هم په دې باور دي چې د ریل پټلۍ په بندیدو سره به د ټانکرونو په واسطه د تیلو د لیږد په برخه کې د ستونزو له امله یوازې د بلخ ولایت اړتیاوې پوره شي.