په افغانستان کې د بوږنونکي انساني وضعیّت په باب د یونیسف خبرداری
له ملګروملتو سره اړونده یونیسف ادارې چې انساني مسئلو په تیره بیا په تیره بیا له ماشومانو سره په ارتباط کې ا نساني مسئلې تعقیبوي ، په افغانستان کې د انساني بحران دس ختو پایلو په باب خبرداری ورکړ.
یونیسف ادارې پر نړیوالو ټولنو غږ کړی،افغانستان دې نه هیروي. د غه خبرداری دژمي رارسیدا ته په پام سره چې په افغانستان کې ځينی مهال د افغانستان په تاریخ کې تر بې ساري حده ساړۀ هم رسیږي، ډير اهمیّت لري. دې ته په پام سره چې د یونیسف ادارې مشره چې په همداوروستیو کې ئې کار پیل کړی دی، دافغانستان ولس وشعیّت ته د هرډول کم توجهئپه باب خبرداری ورکړی دی. د اسې ښکاري د افغانستان دمشکلاتو او بدلونونو ته دنړیوالې ټولنې په بې پامۍ یا کم پامئ کې دوه موضوعګانې په تیر یوه نیم کال کې ډیرې اغیزشیندونکي دي. لومړئ په دغه هیواد کې سیاسی بدلون او په افغانستان کې دطالبانو بیرته قدرت ته رسیدا ده. د نړیوالې ټولنې له خوا ددغې ډلې د حاکمیّت په نړیواله سویه نه پیژندګلوي سبب شوې ده، له دغې ډلې سره نړیوال ارتباطات ډير کم شي. په تیره بیا دا چې په نړیوالو اورګانونو او خصوصي شرکتونو کې د میرمنو د کارکسب منع کیدا او او دانجونو د زده کولو په ممنوعیّت کې د طابانو وروستي اقداماتو،په افغانستان کې د هرډول فعالیت لباره سیمه ایزې او نړیوالې ټولنې یو ډول ناامیده کړي دي.
د افغانستان مشکلاتو ته د نړیوالو ټولنو دکم توجهئ دوهم عامل د اوکراین بحران دی . امریکا له افغانستانه په وتلو او په اوکراین کې جنګ ته په لمن وهلو سره ،په حقیقت کې دنړۍ توجهات په دې لور وکاږل. د روسیې په ضد د ملګرتیا لپاره او په دې باب دمختلفو جبهو د جوړولو لپاره د امریکا هڅه سبب شوې ده څو دنړۍ توجهات د اوکراین د بحران په لور واوړي او تر ډیره حده ،د افغانستان بحران او ددغه هیواد دخلکو مشکلات هیر شي. داپه داسې حال کې دي چې د افغانستان د خلکو د مشکلاتو تر ټولو مهم عامل ، امریکا او نور هغه لویدیځي هیوادونه دي چې له خپلو نارواؤ ګټو سره ئې په تناسب کې د اوکراین بحران رامینځة کړ او د افغانستان خلک ئې په زمي موسم کې پخپل حال پریښودل .
په هرحال د افغانستان د اقتصادي شرائطو د ترینګلتیاؤ په باب دیونیسف او نورو نړیوالو اورګانونو خبرداري دپام وړ دي او په دې باب د نړیوالو توجهات جلبولی شی،خو داسې نه ښکاري چې دغه شان خبرداري د لویدیځوالو په تیره بیا دامریکا د ویدۀ شوو وجدانونو د ویښیدا سبب شي چې پخپله د افغانستان د ورانولو عاملان دي او دوي ئې پخپل حال پریښودلی دي. له دې امله داسې ښکاري،اسلامی ههیوادونه په تیره بیا اسلامی ملګرتیا موسیسه ، په افغانستان کې د هرډول انسانيۍ بحران د رامینځةکیدا دمخنیوي لباره له دروند مسئولیّت سره مخ ده .که څه هم په دې باب د طالبانو مسئولیّت هم ډير دروند دی او د افغانستان د واکمنانو په توګه دنړۍ دنظر دجلبولو لپاره باید لازیاته هڅه وکړي.پر دې سربیره ملګري ملتونه هم باید په خبرداریو بسنه ونه کړي،بلکې د نړیوالو امکاناتو د غونډولو لپاره په هڅې سره ، دافغانستان د خلکو دمشکلاتو په حل کولو کې مهم او اغیزشیندونکی رول لوبولی شي.