د افغانستان پروان ولایت کې یو تن خپل خور وژلې
Feb 13, 2023 15:01 Asia/Kabul
د افغانستان پروان ولایت مرکز کې تېره ورځ یوه سړي خپل خور په ډزو سره وژلې ده.
د افغانستان پروان ولایت کې یو تن خپل خور وژلې
د افغانستان پروان ولایت مرکز کې تېره ورځ یوه سړي خپل خور په ډزو سره وژلې ده.
سرچينې نن دوشنبه د سلواغې ۲۴مه رسنیو ته ویلي چې دا پېښه د پروان د مرکز، چاريکار ښار په دويمه امنيتي حوزه کې شوې ده.
په ورته وخت کې د طالبانو سیمهییزو مسوولینو هم د ورور لخوا د یوې ښځې وژلکېدل تایید کړي او د قاتل د نیولو خبر یې ورکړی دی.
د پروان د امنيې قومندانۍ وياند، محمد کامران زيد ویلي چې د دې ښځې ورور رواني ستونزه لرله او په وینا یې چې تر نیولکېدو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته ور پېژندل شوی دی.
په دې وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ورته پېښې زیاتې.
ټیګونه