Feb 16, 2023 06:20 Asia/Kabul
  • طالبان په افغانستان کې  له داعش سره جدی مبارزې ته کلک هوډ لري

د طالبانو د حکومت  خارجه وزیر امیر خان متقی پرون  له افغانستانه د شوروي دسرۀ پوځ د وتلو او ناکامۍ د ورځې د درنښت په دستورو کې  ووئیل،په دغه هیواد کې له داعش ډلې سره  جدي مبارزه  دوام لري او د ګاوندیو هیوادونو لپاره  دافغانستان له خوا هیڅ ډول ګواښ  نشته. امیر خان متقي  دغه راز روښانه کړه ،که یوداعشي په افغانستان کې  په هر ګوټ کې سر راپورته کړي ،نو نابود به  شي.

 د افغانستان د طالبانو دحکومت خارجه وزیر  په دغه  هیواد کې له داعش ترهه ګرئې ډلې سره  پر جدي مبارزې ټينګار وکړ او وې وئيل، په دغه  هیواد کې  دغه شان ترهه ګرې ډلې د چا لپاره ګواښ نه دي.

 له داعش ترهه ګرې ډلې سره دطالبانو د لوړپوړي چارواکي ټینګار په داسې حال کې دی چې  دډله ایز امنیت دتړون مشترک  لوي درستیز  آناتولي سیدوروف  دسه شنبې په ورځې ووئيل، په افغانستان کې د داعشیانو شمیر شپږ نیم زره وګړو ته رسیدلی چې  څلور زره کسان ئې د تاجیکستان له پولې سره نزدې په بدخشان،کندوز اوتخار ولایتونو کې  غونډ شوي دي.

زمونږخبریال د آوا له قوله راپور راکړ، د طالبانو د حکومت  خارجه وزیر امیر خان متقی پرون  له افغانستانه د شوروي دسرۀ پوځ د وتلو او ناکامۍ د ورځې د درنښت په دستورو کې  ووئیل،په دغه هیواد کې له داعش ډلې سره  جدي مبارزه  دوام لري او د ګاوندیو هیوادونو لپاره  دافغانستان له خوا هیڅ ډول ګواښ  نشته. امیر خان متقي  دغه راز روښانه کړه ،که یوداعشي په افغانستان کې  په هر ګوټ کې سر راپورته کړي ،نو نابود به  شي.

په عین حال کې د طالبانو د حکومت دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد  هم په دغو دستورو کې  ووئيل،   افغانان باید  له طالبانو ملاتړ وکړي څو  د تیر وخت په څير تراخو  پړاؤنو ته بیرته ونه ګرځو هغه زیاته کړه آمریکا په ټول توان سره پر افغانستان یرغل وکړ خو په نهایت کې ئې ماته وخوړله.په دغو دستورو کې د افغانستان د شیعه عالمانو دشورا مرستیال محمد اکبري هم  ووئیل  افغانانو هم لویدیځي او هم ختیځي نیواکګرو ته  ماته ورکړې ده.

 

ټیګونه