ایران څخه ۳ زره افغانان خپل وطن ته ستانه شول
د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته را ستنیدونکو چارو وزارت وایي، په تېرو دوو ورځوم کې له افغانستان څخه څه باندې درې زره افغان خپل هېواد ته را ستانه شوي.
ایران څخه ۳ زره افغانان خپل وطن ته ستانه شول
د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته را ستنیدونکو چارو وزارت وایي، په تېرو دوو ورځوم کې له افغانستان څخه څه باندې درې زره افغان خپل هېواد ته را ستانه شوي.
یاد وزارت زیاته کړې، یاد ۳۲۱۰ افغان کډوال له ایران څخه د روانې میاشتې په ۲۴مه او ۲۵مه نیټه د اسلام کلا او نیمرزو له پل ابرېشمه هېواد ته را ستانه شوي، چې له یادو کسانو ۴۴۴ کسان د مرستو تر لاسه کولو په موخه IOM دفتر ته ور پېژندل شوي دي.
دوی زیاته کړې په را ستنو شویو افغانانو کې یې ۱۷۲۳ تنه د اسلام کلا له پولې او ۱۴۷۸ د ابرېشم پله لارې هېواد ته ستانه شوي.