افغانستان کښې درې نیم میلیونه نشه یان شته
صدای افغان خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو د وزارت له نشه ییزو موادو سره د مبارزې مرستیال عبدالحق اخوند په هیواد کښې د درې نیم میلیونه نشه یانو د شمیر په تائیدولو سره د دغو کسانو د درملنې لپاره د حکومت د هڅې خبر ورکړ.
هغه وویل حاضردمه په افغانستان کښې درې نیم میلیونه نشه یان شته چې یوازې د لږ شمیر کسانو درملنه روانه ده.
عبدالحق اخوند وویل د طالبانو د مشر د حکم پراساس نور باید هیڅکله په هیواد کښې کوکنار ونکرل شي او له خلاف ورزۍ کونکو سره به قانوني چلند وشي او هغوې به قضايي ادارو ته ورمعرفي شي.
افغانستان په نړۍ کښې د افیمو تر ټولو ستر او اصلي تولیدونکی هیواد دی.
د افغانستان کابو درې نیم میلیونه وګړي هم نشې کوي او څه د پاسه پینځه لکه کسان هم د نشه ییزو موادو کر ، تجارت او قاچاق کوي.
د کابل ښاریز وايي چې په سړکونو ، لارو او کوڅو او عمومي ځایونو کښې د نشه یانو ګرځیدل او تګ راتګ د ماشومانو او د ښځو د اذیت او ځوریدا او د بیلابیلو ناروغیو د خپریدا او د خلکو د شیانو د غلا کیدا سبب کیږي.