افغانستان کې د طبعي پېښو له امله ۸ تنه مړه شوي
Feb 19, 2023 14:48 Asia/Kabul
د طالبانو حکومت پېښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزارت وایي، په تېرو درې ورځو کې د افغانستان په بدخشان، فراه، جوزجان او بادغیس ولایتونو کې د طبعي پېښو له امله ۸ تنه مړه شوي.
افغانستان کې د طبعي پېښو له امله ۸ تنه مړه شوي
د طالبانو حکومت پېښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزارت وایي، په تېرو درې ورځو کې د افغانستان په بدخشان، فراه، جوزجان او بادغیس ولایتونو کې د طبعي پېښو له امله ۸ تنه مړه شوي.
د دغه وزارت ویاند شفیق الله رحیمي ویلي، په یادو طبعي پېښو کې زلزله، واورې ښویدنه او توپان شامل دی چې له امله یې ۹۰ کورونه په بشپړ ډول زیانمن شوي او ۱۹۸ نور تخریب شوي دي.
د نوموړي په وینا په دغو ولايتونو کې ۱۵۰ څاروي هم مړه شوي دي.
ټیګونه