د افغانستان د ګمرک ادارې عایدونه راغونډ شوي
زمونږ خبریال وايي د افغانستان له ګمرکونو څخه په د لومړي ځل لپاره (۱۰۰) ميليارده افغانۍ عوايد راټول شوي دې.
د افغانستان د ماليې وزارت خبر ورکوي چي د هيواد د ګمرکونو په تاريخ کي دا اول ځل دی چي په يوولسو مياشتو کې (۱۰۰) ميليارده افغانۍ عوايد د ګمرکونو څخه لاس ته راغلي دي .
ياد وزارت ويلې چي د مخکينې حکومتونو د ګمرکونو کلني عوايد له (۷۲) ميليارده افغانيو څخه پورته شوي نه وو.
د ګمرکونو په عوايدو کې د دغه بې ساري زياتوالي دليل ,صفر ته د فساد راکموالی ,د مسلکي او ژمنو کادرونو ګومارل، په ګمرکونو کي او په کارونو کي په پوره ډول صداقت او ريښتينولي ښودل کيږې.
له بلي خوا ماليې وزارت ژمنه کړې ده او ويلي دي چي د ګمرکونو د عصري کولو او په ټولو ګمرکونو کي سوداګرو ته د لازمو اسانتياوو د چمتوکولو په برخه کي خپلي هڅي کوي چي ګمرکي عوايد په پوره روڼتيا سره دولت ته ور وسپاري.
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ دافغانستان په جنوب او جنوب لویدیځو ولایتونو نیمروز او هرات کې هم د دولت عواید لوړ شوي وو چې د تیر کلونو په پرتله یی نږدې (۷۰)سلنه توپیر راغلی و.