ننګرهار کښې حکومتي ځمکې غصب شوي نور حال په راپور کښې لرو
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان په ننګرهارکې تر پنځوس زرو جریبو هغه دولتي زمکې په نښه شوي چې په تیرو څو لسیزو کې د خلکو له لورې غصب شوي دي .
چارواکي وایي د دغو غصب شویو دولتي زمکو د بیرته راګرځولو لړۍ په چټکې سره دوام لري.
د ننګرهار د کرنې ، مالدارۍ او اوبو رسولو ریس مولوي عبدالستار محمد چې په دې ولایت کې د غصب مخنیوي د کمیسون مشري هم کوي په یوه خبری ناسته کې وویل له هغه مهاله چې دغه کمیسون پر فعالیت پېل کړې په جلال اباد ښار او د ننګرهار ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې یې څه د پاسه پنځوس زره جریبه هغه امارتي زمکه چې دده پر وینا د خلکو له لورې غصب شوې وه په نښه کړې ده.
نوموړي وویل تر اوسه یې له سلو جریبو زیاته راګرځول شوې زمکه په قانوني بڼه خلکو ته په اجاره ورکړې او تر لاسه شوي عواید یې د دولت خزانې ته ورځي او د پاتې نورې غصب شوې زمکې د راګرځولو لړۍ په چټکې سره روانه ده.
مولوي عبدالستار محمد وویل یاده زمکه د پخواني حکومت لوړپوړو چارواکو ، د پارلمان وکیلانو او نورو زورواکو لاندې کړې.
د نوموړي پر وینا دوې ته دا کسان هغه خلکو په نښه کړي چې دا غصب شوې زمکه یې پرې پلورلې ده.
د ننګرهار د غصب مخنیوي کمیسون مشر وویل هغه مهال چې د ټولې غصب شوې زمکې د معلومولو چارې بشپړې شي دوې به له غصب کوونکو سره هم حساب کتاب پیل کړي.
د دولتي زمکو د غصب مخنیوي کمیسون د معلوماتو له مخې په ننګرهارولایت کې څلور سوه زره جریبه دولتي زمکه غصب شویده.