اقتصادي بایکاټ د افغانستان ولس له چیلنج سره مخ کړی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان د اوبو د وزیر مرستیال مجیب الرحمان ټینګار وکړ د اقلیم بدلون په دغه هیواد کښې اوبو ته لاسرسی او مدیریت سخت کړی او د هیواد په خلکو اقتصادي بایکاټونو هغوې د اوبو په حوزره کښې له مشکلاتو سره مخامخ کړي دي.
د افغانستان د اوبو د وزیر مرستیال مجیب الرحمن پرون د ایران د بریښنا وزارت په کومیټۍ کښې د اوبو د واکمنۍ شورا د دیارلسمې غونډې په ارتباط وویل د ښاري اوبو مدیریت په افغانستان کښې په یوه جدي چیلنج بدل شوی او له بلې خوا د ځمکې لاندې د اوبو کمیدا دغه مشکلات نور هم پسې زیات کړي دي.
هغه زیاته کړه افغانستان له هغو دوستو هیوادونو چې داډول مشکلات یې تیر کړي دي غواړي د افغانستان د اوبو د حوزې په مدیریت کښې د کابل له حکومت سره ملګرتیا وکړي.
د ښاري اوبو د مدیریت د سیمه ییز مرکز د واکمنۍ شورا دیارلسمه غونډه د افریقا د شمال او د مرکزي اسیا او د جنوبي اسیا او په لویدیځې اسیا سیمې کښې د فعالیت په حوزې سره د سیمې د اوبو د مسائیلو د مسوول نړیوال ارګان په توګه د یونیسکو په ملاتړ سره په تهران کښې د ایران د بریښنا د وزیر په مشرۍ د پینځلسو هیوادونو د وزیرانو د مرستیالانو او استازیو او د اته غړیو هیوادونو په ګډون سره کار پیل کړ.