بدخشان کې د واورې ښویيدنې له امله ۴ کسان مړه شوي دي
Feb 25, 2023 14:02 Asia/Kabul
د بدخشان په ارغنجخواه ولسوالۍ کې د واورې ښویېدنې له امله څلور کسان مړه شوي دي.
بدخشان کې د واورې ښویيدنې له امله ۴ کسان مړه شوي دي
د بدخشان په ارغنجخواه ولسوالۍ کې د واورې ښویېدنې له امله څلور کسان مړه شوي دي.
د طالبانو حکومت د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس معز الدين احمدي وايي چې دغه کسان د یاد ولایت ولايت د ارغنجخواه ولسوالۍ په تاق ارچه شيوه سيمه کې د واروې ښوېيدنې له امله مړه شوي دي.
نوموړي د دې پېښې له امله د مالي زيان او د استوګنې د کورونو ويجاړېدو په اړه نور جزيات نه دي ورکړي.
بدخشان د هيواد شمال ختيځ کې يو غرنی او ډېر سوړ ولايت دی چې د ژمي پر مهال پکې کله کله د واورې ښوييدلو پېښي کېږي.
ټیګونه