بلخ کې د دوو خصوصي سيمهييزو رسنيو ګډې ودانۍ اور واخيست
د افغانستان د بلخ ولايت په مرکز مزار شريف ښار کې د پيکان ټلويزیون او نهاد راډيو ګډې ودانۍ اور اخيستی چې له امله یې د دواړو رسنيو خپرونې بندې شوې دي.

دا اور لګېدنه نن (دوشنبه، ۸ د کب) سهار د مزار شريف ښار د درېيمې ناحيې په اړونده سيمه کارته باختر کې رامنځته شوې ده.
د پيکان ټلويزیون او نهاد راډيو مسوولينو ويلي، چې دې اورلګيدنې درې ميليونه افغانۍ زيان اړولی دی.
دوی وايي، چې د ټرانسميټر په ګډون د دې دوو رسنيو تخنيکي وسايل سوځېدلي دي.
د دې اورلګيدنې لامل د برېښنا شارټي بلل شوې.
د پيکان ټلويزیون او نهاد راډيو مسوولينو په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د تخنيکي وسايلو د سوځېدو له کبله د دې دوو رسنيو فعاليت تر نامعلومې مودې ځنډېدلی دی.