د افغانستان مرکزي بانک سبا ۱۷ میلیونه ډالره لیلاموي
Feb 27, 2023 13:24 Asia/Kabul
د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی چې د افغانیو د پیاوړتیا په موخه به سبا په یوه لیلام کې ۱۷ میلیونه ډالره وپلوري.
د افغانستان مرکزي بانک سبا ۱۷ میلیونه ډالره لیلاموي
د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی چې د افغانیو د پیاوړتیا په موخه به سبا په یوه لیلام کې ۱۷ میلیونه ډالره وپلوري.
دوی د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له مستحقو بانکونو او د تبادلې او پیسو د خدمتونو له شرکتونو غوښتي چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي او د لیلام ګټونکي مکلف دي چې د ورځې تر پایه خپل حسابونه تصفیه کړي.
دوه ورځې وړاندې هم افغانستان بانک د افغانیو د ارزښت د لا پياوړتيا په موخه ١٥ ميليونه ډالره د ليلام له لارې پلورلي وو.
ټیګونه