ملګرو ملتونو په افغانستان کې د داعش د ځپلو هرکلی کړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i128788-ملګرو_ملتونو_په_افغانستان_کې_د_داعش_د_ځپلو_هرکلی_کړی_دی
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د داعش ترهګرې ډلې د ځپلو او له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د طالبانو د سرپرست حکومت له هڅو ستاینه وکړه.
(last modified 2023-10-10T09:55:45+00:00 )
Mar 01, 2023 10:12 Asia/Kabul
  • ملګرو ملتونو په افغانستان کې د داعش د ځپلو هرکلی کړی دی

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د داعش ترهګرې ډلې د ځپلو او له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د طالبانو د سرپرست حکومت له هڅو ستاینه وکړه.

د افغان غږ خبري آژانس د راپور له مخې، د طالبانو حکومت کورنیو چارو وزارت د چهارشنبې په شپه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان وکړ چې د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال مارکس پوتزل د دغه وزارت په مرکزي دفتر کې د لیدنې پر مهال، د داعش، نشه يي توکو او اداري فساد پر وړاندې د حکومت له مبارزې څخه خوښي څرګنده کړه.

په همدې حال کې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال مولوي محمد نبي عمري په دې غونډه کې ومنله چې امنیتي ځواکونه په ځانګړې توګه افغان پولیس د یوناما د ټولو دفترونو، سفارتونو او نورو بهرنیو بنسټونو امنیت  د پام وړ ګڼي.

د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال مارکس پوتزل هم په دې کتنه کې ټینګار وکړ چې دغه سازمان د داعش د ځپلو، له نشه یي توکو او اداري فساد سره د مبارزې او همدارنګه د روږدو کسانو د راټولولو او درملنې په برخه کې د طالبانو د هڅو او ثابتو لاسته راوړنو ستاینه او هرکلی کوي.