په کابل کې نن رسماٌ د پاسپورټ د ویش بهیر پیل شو
په افغانستان کې د پاسپورټ عمومي ریاست د پرېکړې له مخې یې نن په پلازمینه کابل کې د پاسپورټ د ویش بهیر پیل کړ خو آنلاین خدمتونه یې له ننګونو سره مخ دي.
په کابل کې نن رسماٌ د پاسپورټ د ویش بهیر پیل شو
په افغانستان کې د پاسپورټ عمومي ریاست د پرېکړې له مخې یې نن په پلازمینه کابل کې د پاسپورټ د ویش بهیر پیل کړ خو آنلاین خدمتونه یې له ننګونو سره مخ دي.
اوس مهال، د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره راجستریشن او د ملاقات وخت د ویب پاڼې له لارې ترسره کیږي.
د پاسپورټ یو شمېر غوښتونکي وايي، چې د پاسپورټ دفتر ویب پاڼه نه شته او یا یې پرانستل ستونزمن دي.
د غوښتونکو په وينا، يو شمېر يې شاوخوا يو کال وړاندې نوم ليکنه کړې وه؛ خو تر اوسه د پاسپورټونو په ترلاسه کولو نه دي بریالي شوي او نه یې درک معلوم دی.
د يادونې وړ ده، چې د روان کال له زمري مياشتې راهيسې د پاسپورټونو د ثبت او وېش لړۍ درول شوې وه.