د افغانستان بانک راتلونکې شنبه ۱۶ میلیونه امریکايي ډالر لیلاموي
د افغانستان بانک وايي چې راتلونکې شنبه د کب ۱۳مه ۱۶ میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کوي.
د افغانستان بانک راتلونکې شنبه ۱۶ میلیونه امریکايي ډالر لیلاموي
د افغانستان بانک وايي چې راتلونکې شنبه د کب ۱۳مه ۱۶ میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کوي.
د افغانستان بانک نن پنجشنبه د کب ۱۱مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د افغانۍ ارزښت ساتنې او ثبات لپاره راتلونکې شنبه ۱۶ میلیونه امریکايي ډالر لیلام ته وړاندې کوي.
دغه بانک له ټولو خصوصي بانکونو او پر شرایطو برابر د پولي خدمتونو او صرافیو شرکتونو څخه غوښتنه کړې چې دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
د افغانستان بانک ویلي چې د داوطلبۍ ګټونکي باید خپل ټول حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه تصفیه کړي.
د افغانستان بانک له دې وړاندې هم د افغانیو ارزښت ساتنې او ثبات لپاره میلیونونه ډالر د داوطلبۍ له لارې د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي دي.