په یولسو هیوادونو کښې د افغانستان ډيپلوماټان بدل شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i128914-په_یولسو_هیوادونو_کښې_د_افغانستان_ډيپلوماټان_بدل_شوي
تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د نړۍ په یولسو هیوادونو کښې د افغانستان د طالبانو د حکومت ډيپلوماټانو د خپل هیواد د سفارتونو مدیریتونه پرغاړه واخیستل.
(last modified 2023-03-03T20:23:46+00:00 )
Mar 04, 2023 00:52 Asia/Kabul
  • په یولسو هیوادونو کښې د افغانستان ډيپلوماټان بدل شوي

تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د نړۍ په یولسو هیوادونو کښې د افغانستان د طالبانو د حکومت ډيپلوماټانو د خپل هیواد د سفارتونو مدیریتونه پرغاړه واخیستل.

د طالبانو حکومت ته نږدې سرچینو پرون وویل پاکستان ، چین ، ازبکستان ، ترکمنستان، روسیه ، قطر،  ترکیه، مالیزیا، قیرغیزستان، قزاقستان او ایران د دغه ډلې د نویو ډيپلوماټانو کوربه دي او طالبانو په دغو یولسو هیوادونو کښې د افغانستان د سفارتونو او د کنسولګریو مدیریتونه پرغاړه اخیستي دي.

د افغانستان په سیاسي نمایندګیو کښې په تر ټولو نویو بدلونونو کښې په تهران کښې د افغانستان د ډیپلوماټیکې نمایندګې مدیریت هم بدل شوی او دغه چاره د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت لخوا یوه عادي چاره بلل شوي ده.

د افغانستان طالبانو ډله د نړۍ د هیوادونو لخوا په رسمیت د پيژندلو او د نړیوال روا والي د ترلاسه کولو هڅه کوي خو تراوسه هیڅ هیواد او نړیوالې ادارې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پيژندلی.

د افغانستان له طالبانو د نړیوالې ټولنې تر ټولو مهمه غوښتنه د پراخ بنسټه حکومت جوړول او په ښوونځیو او پوهنتونونو کښې د افغان میرمنو او انجلیو د زده کړې او د ښځو د کار د حق په رسمیت د پيژندلو په شمول د ښاریزو ټولو حقوقو ته احترام کول دي.