افغانستان ته د پاکستان د مختلفو شیانو  صادرات کم شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i128990-افغانستان_ته_د_پاکستان_د_مختلفو_شیانو_صادرات_کم_شوي_دي
د اقتصادي چارو کارپوهان وائي،پاکستان  له اقتصادي بحران سره مخ شوی او  دغه چاره  افغانستان ته ددغه هیواغ د صادراتو داندازې د کمیدا سبب شوې ده.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 05, 2023 09:53 Asia/Kabul
  • افغانستان ته د پاکستان د مختلفو شیانو  صادرات کم شوي دي

د اقتصادي چارو کارپوهان وائي،پاکستان  له اقتصادي بحران سره مخ شوی او  دغه چاره  افغانستان ته ددغه هیواغ د صادراتو داندازې د کمیدا سبب شوې ده.

د افغانستان د طالبانو د حکومت دتجارت او صنعت وزارت له پاکستانه د وارداتو  د کمیدا په تائيدولو سره  وئيلی دي، افغانستان  ته ددغه هیواد صادرات په تیر یوه کال کې له درو میلیارډډالرو څخه  ۹۴۰میلیون ډالرو ته راکم شوی دی.

د افغانستان د طالبانو د صنعت او تجارت  د وزارت ویندوي عبدالسلام اخندزاده  آوا خبری آژانس ته ووئيل، پاکستان ته دافغانستان دصادراتو له زیاتیدا سره سره ، افغانستان ته ددغه هیواد صادرات په تیر یوه کال کې  په اوڅاره توګه کم شوي دي.

 هغه پاکستان ته د صادراتو داندازې کمیدا  ددغه هیواد اقتصادي ځوړتیا بللې او وئيلي ئې دي ، چې دغه چارې  ددواړو هیوادونو د تجارتي مبادلاتو پر اندازې منفي اغیزې شیندلي دي.

د طالبانو د حکومت دتجارت او صنعت د وزارت ویندوي پاکستان ته د افغانستان ترټولو مهم صادراتي شیان، ډبرین سکارۀ،تازه او وچې میوې  او له پاکستانه ترټولو مهم  وارداتي شیان ورژې،سیمټ او درمل وبلل.

د اقتصادي چارو کارپوهان وائي،پاکستان  له اقتصادي بحران سره مخ شوی او  دغه چاره  افغانستان ته ددغه هیواغ د صادراتو داندازې د کمیدا سبب شوې ده.