په ټول پکتیکا ولایت کې یوازې دوه ښځینه ډاکټرانې فعالیت کوي
په پکتیکا ولایت کې روغتیايي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې یوازې دوه ښځينه ډاکټرانې شته، چې ټولو ناروغانو ته رسېدنه نهشي کولای.
په ټول پکتیکا ولایت کې یوازې دوه ښځینه ډاکټرانې فعالیت کوي
په پکتیکا ولایت کې روغتیايي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې یوازې دوه ښځينه ډاکټرانې شته، چې ټولو ناروغانو ته رسېدنه نهشي کولای.
د دغو چارواکو په وینا، دا چاره د دې لامل شوې چې د ښځينه ډاکټرانو پر ځای، نرینه ډاکټران وګوماري. پکتيکا ولايت چې څه کم يونيم مېليون نفوس لري، يوازې دوه ښځينه متخصصې ډاکټرانې په کار پکې بوختې دي.
د دغه ولايت د لرې پرتو ولسواليو اوسېدونکي وايي په سيمه کې یې د ښځينه ډاکټرانو نشتون د ښځينهوو د ژوند پر وړاندې لوی ګواښ دی او غوښتنه لري، چې هر څومره ژر بايد دا تشه ډکه شي.
بلخوا د ښرنې په مرکزي روغتون کې په کار بوختې ښځينه روغتياپالانې وايي د کاري فشار زياتوالي له امله نهشي کولی ټولو ناروغانو ته رسېدنه وکړي.
د دغه روغتون مسوولان هم د ښځينه متخصصانو او امکاناتو کمښت جدي ستونزه بولي او وايي د دې روغتون له ارتقاع سره سره یې لا هم اړتیاوې نه دي پوره شوې.
د پکتيکا د عامې روغتيا رياست مسوولان هم يادې ستونزې پر ځای بولي او پر نړيوالو روغتيايي ادارو په دې برخه کې د مرستو غوښتنه کوي.