پروان کې ناپېژنده وسله‌والو یو کس وژلی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i129242-پروان_کې_ناپېژنده_وسله_والو_یو_کس_وژلی
د پروان امنیتي مسوولان وايي چې نن پنجشبه د کب ۱۸مه د دغه ولایت په جبل‌السراج ولسوالي کې ناپېژنده وسله‌والو یو کس وژلی دی.
(last modified 2023-03-09T20:22:32+00:00 )
Mar 09, 2023 13:17 Asia/Kabul
  • پروان کې ناپېژنده وسله‌والو یو کس وژلی

د پروان امنیتي مسوولان وايي چې نن پنجشبه د کب ۱۸مه د دغه ولایت په جبل‌السراج ولسوالي کې ناپېژنده وسله‌والو یو کس وژلی دی.

پروان کې ناپېژنده وسله‌والو یو کس وژلی

د پروان امنیتي مسوولان وايي چې نن پنجشبه د کب ۱۸مه د دغه ولایت په جبل‌السراج ولسوالي کې ناپېژنده وسله‌والو یو کس وژلی دی.

د پروان د امنیې قومنداني ویاند محمدکامران حبیبي د یاد خبر د تایید ترڅنګ سلام‌وطندار ته ویلي، نن سهار ۸:۳۰ د جبل‌السراج ولسوالي اړوند ګلبهار کلي کې د ناپېژنده وسله‌والو له‌خوا یو کس وژل شوی دی.

د نوموړي په وینا، یاد کس هغه مهال د ناپېژنده وسله‌والو تر برید لاندې راغلی چې غوښتل یې د خپلې ترور کې لاړ شي. وسله‌وال کسان له برید وروسته له سیمې تښتېدلې دي.

د پروان د امنیې قومنداني ویاند همدارزا زیاته کړه چې د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړي دي.

دا په داسې مهال دی چې له دې وړاندې هم دغه ولایت او نورو ولایتونو کې ورته پېښې رامنځته شوي چې مسوولان یې لامل تر ډېره شخصي دښمني او کورني تاوتریخوالی ښيي.