داعش ترهګرې ډلې د هرات د حملې ذمه واري ومنله
صدای افغان خبري اژانس راپور راکړی داعش ترهګرې ډلې د هرات ولایت د اوبو ادارې په کارکونکو باندې د برید مسوولیت پرغاړه واخیست.
ناپيژاندو وسله والو په تیرې چهارشنبې ورځ د افغانستان په هرات ولایت کښې د اوبو د ادارې د مشر په ګاډي برید وکړ چې له کبله یې محمد نادر کاکړ له دوو کارکونکو سره یوځاې ووژل شو او دوه نور کسان ژوبل هم شول.
له دغه ترهګرې حملې دوه ورځې وروسته داعش وهابي صهیونیسټي تکفیري ترهګرې ډلې د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره د دغه حملې مسئولیت پرغاړه واخیست.
داعش ډله په داسې حال کښې د افغانستان د هرات ولایت د اوبو د ادارې د مشر په ګاډي او کارکونکو باندې د حملې مسوولیت پرغاړه اخلي چې پرون هم د بلخ ولایت د اداري ودانۍ دننه په یوې بم چاودنې کښې د بلخ والي ووژل شو او داعش ترهګرې ډلې د دغه وژلې مسوولیت منلی دی.
پرون دغه راز په کابل کښې یوه بم چاودنه شوي وه چې کومه مرګ ژوبله یې نه لرله.