افغانستان او پاکستان په تېره اوونۍ کې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i129328-افغانستان_او_پاکستان_په_تېره_اوونۍ_کې
په افغانستان کې د ایران د دائمي تجارتي مرکز مشر اعلان وکړ چي نندارتون د دې سوداګریز مرکز یوه وړه برخه جوړوي، په نظر کې لرو چي له ایران څخه افغانستان ته د ټکنالوژی او اینجنرینګ پوهې د لېږدولو زمینه برابره شي.
(last modified 2023-03-11T07:42:55+00:00 )
Mar 11, 2023 12:09 Asia/Kabul
  • افغانستان او پاکستان په تېره اوونۍ کې

په افغانستان کې د ایران د دائمي تجارتي مرکز مشر اعلان وکړ چي نندارتون د دې سوداګریز مرکز یوه وړه برخه جوړوي، په نظر کې لرو چي له ایران څخه افغانستان ته د ټکنالوژی او اینجنرینګ پوهې د لېږدولو زمینه برابره شي.

په افغانستان کې د ایران د دائمي تجارتي مرکز مشر اعلان وکړ چي نندارتون د دې سوداګریز مرکز یوه وړه برخه جوړوي، په نظر کې لرو چي له ایران څخه افغانستان ته د ټکنالوژی او اینجنرینګ پوهې د لېږدولو زمینه برابره شي. د سما عبداللهی په وېنا، د دې نندارتون د فعالیتونو اصلي برخه به د راتلونکی کال په دوهمه میاشته کې د افغانستان د اړتیاو سره سم پیل کړای شي، څو د افغانستان د ضرورت وړ د توکو د لېږدولو تر څنګ د استول شویو توکو د تعمیراتو، ساتنه او په ټول کې اینجیرینګ او ورته نورو ډګرونو کې د روزنو د وړاندې کولو زمینه هم برابره کړای شي، سما عبداللهي د افغان ځوانانو لپاره د کسب او کار رامینځ ته کول د دې کار له اهدافو بللی دی.

د دغه پروګرام پر بنیاد، د افغانستان ضروریتونو ته په کتو سره، افغان محصلینو ته د بورسیې د ورکولو پرته، ایراني استادان به هم افغانانو ته د روزنې لپاره کابل ته راشي.عبداللهی ټینګار وکړ چي د طالب چارواکو سره د شویو خبرو اترو له مخې، هڅه کیږي چي د افغان مېرمنو لپاره له لیرې یعني غیرحضوري تحصیل زمینه برابره شي.

د ایران اسلامي جمهوریت تل د افغانستان د ولس تر څنګ پاته شوی دی او په دې لړ کې له هیڅ ډول مرستو څخه سپما نه کوي، . په دې خاطر په افغانستان کې او د افغانانو په ژوند کې د نوی پړاو د پیلېدو د امله د ایران اسلامي جمهوریت هم په نویو مرستندویو پروګرامونو سره هڅه کوي څو له افغان ولس سره مرسته وکړي او په روزنیزو او نورو اساسي پلانونو سره، ځوانانو ته د کار او کسب او په اقتصادې وده کې د رول لوبونې لپاره زمینه برابره کړي، په دې خاطر په افغانستان کې د ایران د تجارتي مرکز مشر د سرو زرو، قیمې ډبرو، کړهنې او نورو برخو کې به  په افغانستان کې  د کسب او کار د رامینځ ته کولو لپاره، ځوانانو ته روزنه ورکړي څو دغه هیواد کې کسب او کارونه رونق وموندي.

په تېره اوونۍ کې روسیې او د افغانستان ۶ ګاونډیو هیوادونو د یوې غونډې په تر سره کولو یوه ګډه کاري ډله جوړه کړه څو له دې لارې په افغانستان کې د دوامداره سولې د ټینګښت لارې چارې وڅېړل شي. دغو هیوادونو همدارنګه له امریکې څخه غوښتنه وکړه څو د افغانستان کنګل شوي شتمني ورخلاص کړي، د ازبکستان د بهرنیو چارو د وزارت د اعلامیې له مخې، د روسیې، چین، ایران، پاکستان، ازبکستان، تاجیکستان او تر کمنستان ځانګړو استازو به د افغانستان په هکله په تاشکند کې سلامشورې وکړي، دې سره هممهاله روسیه هم ویلي چي د افغانستان د سولې په هکله په خبرو اترو کې د هندوستان ګډون ضروري ده،  دا په دې معنا ده چي په افغانستان کې د سولې او امنیت ټینګېدا، په افغانستان کې د ذې نفوذو هیوادونو ګډو هلو ځلو ته ضرورت لري چي په دې مینځ او مان کې د هندوستان اهمیت هم خورا زیات دی.

د افغانستان په چارو کې د ازبکستان ځانګړی استازی عصمت الله ایرګاشف اعلان وکړ چي د روسیې او د افغانستان د شپږو ګاونډیو هیوادونو ځانګړو استازو امریکې او لوېدیځو هیوادونو ته په خطاب کې وویل: په افغانستان کې له ۲۵ میلیون زیات خلګ له لوږې او بې وزلي توب سره لاس په ګریوان شوي دي، په دې خاطر باید افغانستان سره مرستو ته دوام ورکول شي، دا په داسي حال کې دی چي امریکا د مرستندویو موسساتو خبرداریو ته په بې پامی سره، په افغانستان باندې بندیزونه برقراره ساتلې او په دې ډول افغان ولس ته سزا ورکوي.

په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت، د بلخ په ولایت کې د ترهګریزې پېښې د غندلو په ترڅ کې دا پېښه د افغانستان د بې ثباته کولو په لړ کې وباله، په دغه ټروریستي برید کې چي د داعش ترهګره ډله یې مسئولیت په غاړه واخیسته د بلخ د والې محمد داوود مزمل سربېره دوه نور ساتونکی هم وژل شوي دي، ویل کیږي چي مزمل په طالبانو کې د داعش ضد څېره وو، د دې امکان شته چي داعش د غچ اخیستلو لپاره یې دغه برید تر سره کړی وي، د دې سربېره دغه شان بریدونه د طالبانو په وړاندې د داعش د ترهګرې ډلې د زور او ځواک ښودنه کوي. عبداللطیف نظرې افغان کارپوه په دې اړه وایي:  د طالبانو د والې د کار تر دفتر پورې د داعش د ترهګرې ډلې نفوذ د طالبانو لپاره د اندېښنې وړ خبره ده ځکه چي داعش غواړي د طالبانو په وړاندې خپل د زور او ځواک ښودنه وکړي او وښیي چي په اسانه کولایشي طالبان په نښه کړي، او دا له داعش سره، د طالبانو د جدی چلند له شعار سره، په ټکر کې دی.

تېره اوونۍ پاکستان هم مهمې پېښې رامینځ ته شوي وې.

په تېره اوونۍ کې د پآکستان او افغانستان چارواکو په تورخم کې د سرحدي نښتو څخه د مخنیوی لپاره خبرې اترې وکړې، د پاکستان د ډان ورځپاڼې په وېنا، د طالبانو د حکومت چارواکو او پاکستاني چارواکو د تورخم په پوله کې د بیاځلې نښتو څخه د مخنیوی په موخه سلامشورې کړي دي، دغه غونډه کې د افغانستان د سوداګرو او د باري ګاډو، او په پآکستان کې د میشتو کډوالو د تګ او راتګ په هکله خیرې شوې دي، د طالبانو پلاوی له پاکستان څخه غوښتنه کړې ده چي په ځینو بېړنیو مواردو کې له ویزې پرته ناروغانو ته له سرحده د اوښتلو اجازه ورکړي، دواړو لورو همدارنګه په یو اړخیزه توګه د طالبانو له لورې د سرحد د بندېدو د دلایلو په هکله هم خبرې شوې دي، طالب پلاوي پاکستاني سرحدي ځواکونه له افغان ناروغانو او مسافرو سره، په ناوړه چلند تورنوي، داسي مساله چي د دواړو لورو تر مینځ په سرحد کې د نښتو لامل ګرځېدلی دی، د تورخم د سرحد بندول په طالبانو باندې د پاکستان د حکومت د فشار په اوزار بدل شوی دی، په هره پلمې سره د پاکستان حکومت د تورخم سرحد بندوي چي د اقتصادي او سوداګریز له پلوه افغانستان ته زیات زیان اړوي او ناروغانو او مسافرو ته ستونزې رامینځ ته کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چي په اسلام اباد کې له امریکایي چارواکو سره، په دوه ورځنۍ غونډه کې په ګډه د ترهګرو له ګواښ سره، د مقابلې لارې چارې سنجولي دي، د پآم وړ مساله دا ده چي دغه غونډه د مختلفو غبرګونونو لامل شوی دی، چي دا د طالبانو په وړاندې د آمریکا نوې لوبه بلل کېدایشي. د افغانستان د دفاع وزارت مخکنی مرستیال شاه محمود میاخیل په دې اړه وویل: د ټروریزم په زمینه کې د امریکا او پاکستان مخکنیو اندېښنو ته په کتو سره، دواړه هیوادونه له افغانستان څخه غواړي چي ټروریزم سره د مبارزې په زمینه کې ورسره ملګرتیا وکړي، د هغه په باور، پاکستان ټروریزم سره د مبارزې تر عنوان لاندې نوې لوبه پیلوي څو له دې لارې د لوېدیځو هیوادونو مرستې او پام ځانته راجلب کړي، لیکن دا لوبه د افغانستان او د سیمې د هیوادونو په ګټه نه بولم.

د سیاسي چارو کارپوه اسحاق اتمر هم په دې باور دی چي د پاکستان دولت د دې هیواد سیاسي او مالې ستونزو ته په کتو سره، غواړې په یوه نوې لوبې سره، خپله بقا تضمین کړي او ټروریزم سره په مبارزه کې د امریکې په ښکېلولو سره، له امریکې څخه مرستې ترلاسه کړي، د اتمر په وېنا، پاکستان دوه هدفونه تعقیبوي، اول دا چي ادعا کوي القاعده او داعش په افغانستان کې پټ دي او ټوله دنیا ته ګواښ رامینځ ته کړی دی، څو له دې لارې له امریکې او لوېدیځو هیوادونو څخه پېسې واخلي، دوهم دا چي غواړي د تاوتریخوالو او د جنګ د دوام په پیدا کولو سره، د راتلونکې لپاره هم د غربیانو مرستې ځان لپاره تضمین کړي. خو یو شمېر کارپوهان بیا وایي چي پآکستان د ټي ټي پي ترهګرې ډلې له فعالیتونو اندېښنه لري.

د امریکا او پآکستان چارواکو له دې مخکې د طالبانو له حکومته غوښتنه کړې وه چي د دوحې د موافقې په چوکاټ کې پخپلو ژمنو باندې عمل وکړي، لیکن طالبان بیا د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو د پټنځایونو شتون ردوي او وایي چي د افغانستان له خاروې څخه هیڅ یو هیواد نه ګواښل کیږي. پاکستان چي د افغانستان د مسالې په سر امریکې سره، اختلاف پیدا کړي کوښښ کوي په هره ممکنه لاره واشنګټن سره خپلې اړیکې جوړې کړي امریکا هم له دغه چانس څخه په ګټې پورته کولو سره، په پاکستان او افغانستان کې د خپل حضور او لاسووهنو د زیاتولو لپاره کار اخلي.

په تېره اوونۍ کې د پاکستان حکومت د دې هیواد هیواد د سند له ایالت څخه ۷۴ افغان بندیان خوشي کړ او د طالبانو حکومت ته وروسپارل، د افغان رسنیو له راپورونو سره سم، دغو کسانو ګڼ شمېر ښځې او ماشومان هم شامل وه، تر دې دمه ۱۵۳۷ تنه افغان کډوال د پاکستان له زندانونو څخه خوشي شوي او افغانستان ته لېږدول شوي دي،د پاکستان پولیس هغه افغانان چي د درملنې او یا هم کار لپاره په غیرقانوني توګه دغه هیواد ته ځي، نیسي او بندیان کوي، دغه مساله د طالبانو او د پآکستان د حکومت تر مینځ د شخړو د رامینځ ته کېدو لامل شوی دی، یو شمېر سیاسي محفلونه ویلي چي پآکستان ځکه د ښځو او ماشومانو په شمول افغان مهاجر بندیان کوي څو له دې لارې د طالبانو حکومت ټي ټي پي سره مقابلې ته مجبوره کړي او فشار پرې راولي. د سیاسي چارو شناند منصور احمد خان وایي: د پاکستان حکومت د دې فکر هم نه کاوه چي طالبان دې دومره ژر اسلام اباد سره برخلاف شي او ټي ټي پي سره د مقابلې په موضوع کې د دوي غوښتنو د رد ځواب ووایي، په دې خاطر د پاکستان حکومت هم د سرحدونو له بندولو نیولې بیا له افغان کډوالو تر ځورولو او بندیان کولو پورې له مختلفو اوزارونو کار اخلي څو د طالبانو په حکومت فشار راولي، خو دې ټولو سره سره، لاهم پآکستان خپلو موخو ته نه دی رسېدلی.