د مزار شریف د چاودنې عاملان دې سزا کړې شي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i129338-د_مزار_شریف_د_چاودنې_عاملان_دې_سزا_کړې_شي
د افغانستان د تبیان د کلتوري مرکز مشر د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف کښې د دغې موسسې د نمایندګۍ په دفتر کښې د چاودنې د عاملانو په نیولو، محاکمه کیدو او سزا کیدو ټینګار وکړ.
(last modified 2023-03-11T22:20:45+00:00 )
Mar 12, 2023 02:48 Asia/Kabul
  • د مزار شریف د چاودنې عاملان دې سزا کړې شي

د افغانستان د تبیان د کلتوري مرکز مشر د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف کښې د دغې موسسې د نمایندګۍ په دفتر کښې د چاودنې د عاملانو په نیولو، محاکمه کیدو او سزا کیدو ټینګار وکړ.

له کابله زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د تبیان د کلتوري مرکز مشر سید عیسی حسیني مزاري په یوه بیانیه کښې د افغانستان له حکومته وغوښتل چې د دغه ترهګر جنایت ښکاره او پټ عوامل په جدي توګه معلوم کړي او د عدالت منګولو ته یې وسپاري.

هغه به مزار شریف کښې د تبیان په دفتر کښې د ترهګر اقدام په غندلو سره څرګنده کړه: د افغانستان د خلکو د اقتدار او ارامښت دښمن ښه پوهیږي چې د ټولنې خبرتیا او بیداري یې د سپیرو اهدافو د پوره کیدو مخه نیسي، په دې وجه به د بتیان په شان د سترو تشکلاتو او د آوا خبري آژانس په شان رسنۍ په وړاندې به غلي کښې نه ني.

مزاري څرګنده کړه: دا بزدلانه حمله هم د هم دغه سیاست په دوام کښې شوې ده ترڅو مونږ له ډګره وباسي او افغانستان د دین، خلکو او وطن له مدافع ارګانونو او سازمانونو څخه خالي کړي.