ملګرو ملتونوهم په مزارشریف کې ترهه ګره حمله وغندله
Mar 12, 2023 09:26 Asia/Kabul
په مزارشريف كې د تبيان په مركز او افغان غږ خبری آژانس پرون یو ترهه ګربريد ترسره شو.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندويه پلاوي دفتر (يوناما) په مزارشريف کې د تبیان د ټولنيزو او کلتوري فعاليتونو د مرکز او د آوا په دفتر کې د تېرې ورځې خونړۍ چاودنه په کلکو ټکیو غندلې ده.
په مزارشريف كې د تبيان په مركز او افغان غږ خبری آژانس پرون یو ترهه ګربريد ترسره شو.
د شهيدانو او ټپيانو د روغتيايي حالت په اړه وروستي راپورونه ښيي چې ۳ کسان شهیدان شوي او ۳۰ ټپیان دي، چې د دغو تلفاتو یوه مهمه برخه خبریالان دي. په دې پيښه کې د دريو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى.
ټیګونه