د کانونو مافیا ډېره پراخه او لا هم فعاله ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i129350-د_کانونو_مافیا_ډېره_پراخه_او_لا_هم_فعاله_ده
شېخ دلاور همداراز وویل چې دغه وزارت په تیر یو نیم کال کې د هیواد د کانونو په لوټ او قاچاق کې د مافیا لاسونه د پام وړ لنډ کړي دي.
(last modified 2023-03-12T05:04:03+00:00 )
Mar 12, 2023 09:32 Asia/Kabul
  • د کانونو مافیا ډېره پراخه او لا هم فعاله ده

شېخ دلاور همداراز وویل چې دغه وزارت په تیر یو نیم کال کې د هیواد د کانونو په لوټ او قاچاق کې د مافیا لاسونه د پام وړ لنډ کړي دي.

 

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر شهاب الدین دلاوروایي چې په افغانستان کې د کانونو مافیا لا فعاله ده او پراخه ده.

شهاب الدین دلاور د افغانستان د کانونو په برخه کې د ملي او نړیوالې مافیا پر وړاندې پر مبارزې د ټینګار ترڅنګ ومنله چې نړیواله مافیا نه غواړي افغانستان په ځان بسیا شي.

شېخ دلاور همداراز وویل چې دغه وزارت په تیر یو نیم کال کې د هیواد د کانونو په لوټ او قاچاق کې د مافیا لاسونه د پام وړ لنډ کړي دي.

د خپرو شويو شمېرو له مخې، افغانستان ١٤٠٠ پېژندل شوي کانونه لري.

د افغانستان د کانونو ارزښت ١١،٥ تريليون ډالره اټکل شوى دى.