ننګرهار کې یو سندرغاړي ځان وژنه کړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i129436-ننګرهار_کې_یو_سندرغاړي_ځان_وژنه_کړې
ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت جلال اباد ښار کې یو کم عمره سندرغاړي د بې روزګارۍ له امله ځان وژنه کړې.
(last modified 2023-03-13T09:19:30+00:00 )
Mar 13, 2023 13:48 Asia/Kabul
  • ننګرهار کې یو سندرغاړي ځان وژنه کړې

ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت جلال اباد ښار کې یو کم عمره سندرغاړي د بې روزګارۍ له امله ځان وژنه کړې.

ننګرهار کې یو سندرغاړي ځان وژنه کړې

ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت جلال اباد ښار کې یو کم عمره سندرغاړي د بې روزګارۍ له امله ځان وژنه کړې.

د عبدالولي په نامه د دغه سندرغاړي یو کلیوال وایي، چې پېښه تیره شپه (یکشنبه، ۲۱ د کب) د جلال اباد ښار لومړۍ ناحیې اړوند «کمپونو» سیمه کې رامنځته شوې ده.

نوموړی زیاتوي، یاد سندرغاړی سرتاج ننګرهار نومیده، چې تیره شپه یې د بې روزګارۍ له کبله خپل ځان په ډزو وژلی دی.

نوموړی د یادې پېښې لامل اقتصادي ستونزې او بې روزګاري یادوي، چې له امله یې یاد سندرغاړی ځان وژنې ته اړ شوی دی.

ننګرهار کې طالب چارواکو هم یاده پېښه تایید کړې او په اړه یې د څیړنو خبر ورکړی دی.

سرتاج د پښتو ژبې د مشهور سندرغاړي استاد منور لمسی و، د استاد منور زامن او لمسیان سندرغاړي دي چې د طالبانو د واکمنۍ په راتلو سره یې روزګار خراب شوی دی.