د طالبانو کډوالو چارو وزارت یو پلاوی ایران ته را رسیدلی
په افغانستان کې د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکیو چارو وزارت څرګنده کړی، چې ایران ته یې د افغان کډوالو د ستونزو د څېړلو لپاره یو پلاوی استولی دی.

دغه وزارت وایي، چې د کډوالو او بېرته را ستنیدونکو چارو وزارت د داخلي څېړنو رییس محمدجان خدرخېل د افغان مهاجرینو د ستونزو د څېړلو لپاره د یوه پلاوي په مشرۍ ایران ته سفر کړی دی، چې د کډوالو د ستونزو د ارزونې ترڅنګ به دغه پلاوی په سفارت کې د خپلو اداري چارو له فعالیتونو هم کتنه وکړي.
د روانې میاشتې په پیل کې د افغانستان سفارت او قونسلګرۍ د طالبانو حکومت له لورې مدیریت کیږي.
تر دې وړاندې د طالبانو حکومت د څارنوالې یو پلاوی د لوی څارنوال مولوي شمس الدین پهلوان پر مشرۍ تهران ته سفر کړی وو چې له ایراني چارواکو سره یې د دغه هېواد له زندانونو څخه افغانستان ته د افغان بندیانو د لېږدولو په اړه خبرې اترې وکړې.
د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ د هوکړې په پایله کې پرېکړه وشوه چې ۱۷۰۰ افغان بندیان به طالبانو ته وسپارل شي چې له مخې په تېرو دوه اونیو کې د اسلام کلا بندر له لارې شاوخوا ٣٠٠ بنديان افغانستان ته لېږدول شوي دي.