د افغانستان لپاره د ایران چابهار بندر حیاتي بڼه لري
د ایران چابهار بندرد ایران ترټولو نزدې سمدری بندر دی چې په مکران او هند سمندر سواحلو کې دی او د افغانستان ،ترکمنستان،ازبکستان، تاجیکستان،قرقزستان او قزاقستان په څير د مینځنۍ آسیا په وچې کې کلابند هیوادونوآزادو اوبو ته لاس رسی ممکن کوي او له ځانګړي اهمیّته برخمن دی .
د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت د صنعت او تجارت وزارت سرپرست د ایران په جنوب ختیځ سیستان اوبلوچستان ولایت کې د چابهار د پيټرو کیمیکل او فولادو د جوړونکو کارخانو او تولیدي مرکزونو،تجارتي او اقتصادی ظرفیّتونو کتنه وکړه.
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ، په افغانستان کې د طالبانود حکومت د صنعت او تجارت د وزارت سرپرست نورالدین عزیزي دایران چابهار ته په سفر کې دبندر او آزادې سیمې مختلفې برخې ، د ټوریزم، تجارتي ظرفیّتونو ، د ټرانزیټ د برخې امکانات ، بیخ بینائي تاسیساتو کتنه وکړه او د ولایت او اړونده مسئولانو سره ئې په لیدوکتو کې دوواړخیزو اقتصادي اړیکو دپراختیا او د شیانو په مبادلې کې او پانګونې کې د نوو فرصتونو رامینځةکول وارزول.