بلخ کې د ښځو لپاره ځانګړی مارکېټ پرانېستل شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i129636-بلخ_کې_د_ښځو_لپاره_ځانګړی_مارکېټ_پرانېستل_شو
د بلخ  محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت مرکز مزارشریف ښار کې یې د ښځو لپاره د «خدیجه ‌الکبرا» په نوم ځانګړی مارکېټ پرانیستی دی.
(last modified 2023-03-16T08:55:04+00:00 )
Mar 16, 2023 13:21 Asia/Kabul
  • بلخ کې د ښځو لپاره ځانګړی مارکېټ پرانېستل شو

د بلخ  محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت مرکز مزارشریف ښار کې یې د ښځو لپاره د «خدیجه ‌الکبرا» په نوم ځانګړی مارکېټ پرانیستی دی.

بلخ کې د ښځو لپاره ځانګړی مارکېټ پرانېستل شو

د بلخ  محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت مرکز مزارشریف ښار کې یې د ښځو لپاره د «خدیجه ‌الکبرا» په نوم ځانګړی مارکېټ پرانیستی دی.

دغه سوداګریز مارکېټ چې نږدې ۲۰۰ هټۍ لري، له څه وخت راهیسې غیرفعاله و او د مزارشریف ښاروالي او د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر ریاست له لوري بېرته پرانېستل شوی دی.

د یاد مارکېټ د هټیوالو استازې او سوداګره پښتنه افغان وايي چې دغه مارکېټ کې د ښځو لپاره ډېرې اسانتیاوې برابرې شوي او ښځې کولای شي چې ښه ګټه وټه ترلاسه کړي.

هغه وویل: «د یوه هټۍ کرایه له څلور تر پنځه سوه ډالره وه، خو تاسو ووینئ چې اوله ورځ ۱۲۰۰ افغانۍ وه او ښاروال نن څلور سوه افغانۍ اعلان کړه، تاسو څلور افغانۍ څلور سوه ډالرو سره پرتله کړئ؟ دغه خدمت د چا مور او پلار چا ته نه کوي.»

دا په داسې مهال دی چې له دې وړاندې د رابعه بلخي په نوم یو بل بازار هم مزارشریف ښار کې د ښځو لپاره جوړ شوی و چې دا د ښځو لپاره دویم ځانګړی بازار دی چې جوړېږي.