د کب ۲۷مه په افغانستان کې د خبریالانو ملي ورځ ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i129716-د_کب_۲۷مه_په_افغانستان_کې_د_خبریالانو_ملي_ورځ_ده
نن شنبه چې د کب میاشتې ۲۷مه نېټه ده، دغه ورځ په افغانستان کې د خبریالانو له ملي ورځې سره برابره ده.
(last modified 2023-03-18T10:42:19+00:00 )
Mar 18, 2023 15:08 Asia/Kabul
  • د کب ۲۷مه په افغانستان کې د خبریالانو ملي ورځ ده

نن شنبه چې د کب میاشتې ۲۷مه نېټه ده، دغه ورځ په افغانستان کې د خبریالانو له ملي ورځې سره برابره ده.

د کب ۲۷مه په افغانستان کې د خبریالانو ملي ورځ ده

نن شنبه چې د کب میاشتې ۲۷مه نېټه ده، دغه ورځ په افغانستان کې د خبریالانو له ملي ورځې سره برابره ده.

له ازادو رسنیو څخه د ملاتړ ادارې یا نۍ د دې ورځې په مناسبت تهران راډیو ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې اوس مهال خبریالان له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د ۲۰۲۳ میلاد کال له پیل څخه تر اوسه د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۳۰پېښې ثبت شوې دي.

د نۍ د معلوماتو له مخې، د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي په وروستۍ پېښه کې یوازې په بلخ کې د چاودنې له کبله دوه خبریالان ووژل شول او ۱۶ نور ټپیان شول.

یادې ادارې ویلي، سږکال د خبریالانو لپاره له ستونزو ډک کال دی او له مسوولو چارواکو یې غوښتي چې له رسنیو او خبریالانو څخه ملاتړ وکړي.