د نوي کال کاري وختونه اعلان شول
Mar 18, 2023 15:12 Asia/Kabul
د طالبانو حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري د ۱۴۰۲ کال لپاره کاري وختونه وټاکل شول.
د نوي کال کاري وختونه اعلان شول
د طالبانو حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري د ۱۴۰۲ کال لپاره کاري وختونه وټاکل شول.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د نوي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې به ټول دولتي کارونه د سهار له اتو بجو څخه پیل او په څلورو بجو پای ته رسېږي.
د معلوماتو له مخې، د پنجشنبې په ورځ به په دولتي ادارو کې کارونه له اتو بجو پیل او پر یوه بجه به د لمانځه او ډوډۍ له دمې پرته پای ته رسېږي.
دغه راز به د روژې په میاشت کې کارونه پر اتو بجو پیل او یوه بجه به پای ته رسیږي.
د کال په دوهمه نیمايي کې به دولتي کارونه د سهار په اتو بجو پیل او د مازیګر په درې نیمو بجو به پای ته رسیږي.
ټیګونه