د ایران سفیر او د طالبانو چارواکي سلامشوره وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i129768-د_ایران_سفیر_او_د_طالبانو_چارواکي_سلامشوره_وکړه
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په افغانستان کښې د ایران سفیر او د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي او د طالبانو د حکومت د خارجه وزارت سرپرست د دواړو هیوادونو د ملګرتیاو په هکله کتنه او خبرې وکړې.
(last modified 2023-03-19T09:14:45+00:00 )
Mar 19, 2023 11:35 Asia/Kabul
  • د ایران سفیر او د طالبانو چارواکي سلامشوره وکړه

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په افغانستان کښې د ایران سفیر او د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي او د طالبانو د حکومت د خارجه وزارت سرپرست د دواړو هیوادونو د ملګرتیاو په هکله کتنه او خبرې وکړې.

په افغانستان کښې د ایران سفیر حسن کاظمي قمي د طالبانو د موقته حکومت د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیر خان متقي سره په کتنې کښې وویل د ایران اسلامي جمهوریت له ګاونډي هیواد افغانستان سره د ملګرتیاو ډیرو پراخولو ته ژمن دی.

هغه وویل ایران چمتو دی چې د افغانستان محصولات او میوې په  لوړه بیې واخلي او د کرهڼې د ودې په برخه کښې د افغانستان له کروندګرو سره ملګرتیا وکړي.

د طالبانو د موقته حکومت د خارجه وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي هم طالبانو ته د افغانستان د بندیانو د ورسپارلو په خاطر د ایران په قدرونې سره د دوه اړخیزه او سیمه ئیزو ملګرتیاو ، د تجارت د ودې او د اورګاډي د پټلۍ د جوړولو د کار د چټکتیا په هکله د نظر تبادله وکړه.

په افغانستان کښې د ایران سفیر قمي پرون هم د طالبانو د موقته حکومت د امر به معروف و نهي ازمنکر وزارت له سرپرست محمد خالد حنفي سره په کتنه کښې په ایران کښې د افغانستان د کډوالو د مشکلاتو د  حل کولو لپاره طالبانو ته په تهران کښې د افغانستان د سفارت ورسپارل ضروري وباله.

کاظمي قمي وویل د ایران اسلامي جمهوریت د هیڅ  هیواد په کورنیو چارو کښې لاسوهنه نه کوي او اجازه نه ورکوي چې بل کوم هیواد د ایران په چارو کښې لاسوهنه وکړي.