Mar 21, 2023 04:51 Asia/Kabul
  • حامد کرزي د ښوونځیو په پرانیستل کیدا ټینګار وکړ

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د نوروز اختر د مبارکۍ په پیغام کښې یوځل بیا د هیواد د انجلیو لپاره د پوهنتونونو او د ښوونځیو په بیرته پرانیستل کیدا او د افغانستان د چیلنجونو د حل لپاره د ملي خبرواترو په پیلیدا ټینګار وکړ.

هغه د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال د لرغوني نوروز اختر د جشن په مناسبت په یوه پیغام کښې وویل د افغانستان د هوساینې د ترقۍ او د ځان بسنې لپاره د زده کړې اهمیت ته په پام سره هیله من یم د طالبانو حکومت د نوي هجري لمریز کال په پیلیدا سره  د انجلیو پرمخ د ښوونځیو او د پوهنتونونو دروازې خلاصې کړي او کارونو ته د ښځو د بیرته ستنیدا زمینه دې برابره کړي چې د هلکانو او د انجلیو په شمول د افغانستان بچیان دې د علم او د پوهې په ترلاسه کولو او په ګډې هڅې سره وکولای شي افغانستان د کامیابۍ څوکو ته ورسوي.

حامد کرزي وویل په افغانستان کښې د پایداره ثبات او د سولې د تامینولو او د ملي اتفاق او د اتحاد د ډیرې پیاوړتیا لپاره چې د هیواد د خلکو ارزو ده د ملي خبرواترو په سمدستي ډول په پیلیدا ټینګار کوم.

 

ټیګونه