د افغانستان په ځینو ولایتونو کښې سیلابونه راغلي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i130082-د_افغانستان_په_ځینو_ولایتونو_کښې_سیلابونه_راغلي_دي
شفقنا خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان په څو ولایتونو کښې سیلابونو زیات تاوانونه اړولي دي او خلک یې د خواړو او د اوبو له ستونزې سره مخ کړي دي.
(last modified 2023-03-26T09:16:32+00:00 )
Mar 26, 2023 07:14 Asia/Kabul
  • د افغانستان په ځینو ولایتونو کښې سیلابونه راغلي دي

شفقنا خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان په څو ولایتونو کښې سیلابونو زیات تاوانونه اړولي دي او خلک یې د خواړو او د اوبو له ستونزې سره مخ کړي دي.

د نوي هجري لمریز کال په لومړیو ورځو کښې د افغانستان په بلخ، زابل ، ارزګان، قندهار او ځینو نورو ولایتونو کښې سیلابونو زیات تاوانونه رسولي دي.

دغو سیلابونو د زابل له مرکز سره د ډیرو ولسوالیو ارتباطي لارې غوڅې کړي دي.

د افغانستان په زابل ولایت کښې بارانونه اوس هم دوام لري او د ارغنداب، دای چوپان ، خاک افغان، شملزو، اتغر ، نوبهار او شینکي ولسوالیو د مواصلاتي چورلیزونو ترمینځ یې تګ راتګ ګډوډ کړی دی.

په زابل ولایت کښې سیلاب خلک د اوبو او د خواړو له کمښت سره مخ کړي دي او طالبانو تراوسه د سیلاب له کبله د احتمالي مرګ ژوبلو او د تاوانونو په هکله څه نه دي ویلي.

د خپرو شویو راپورونو پراساس په افغانستان کښې په تیرو دوو ورځو کښې سیلابونو  په بلخ ولایت کښې کابو درې سوه کورونه وران شوي او په دغه ولایت کښې څه د پاسه درې زره کرهڼیزې ځمکې له مینځه تللي دي.