طالب استخباراتو، د قلم‌لار ټولنې مشر نیولی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i130234-طالب_استخباراتو_د_قلم_لار_ټولنې_مشر_نیولی_دی
د را پورونو له مخې د قلم لارې ټولنې مشر مطیع الله ویسا تیر مازیګر پلازمینه کابل کې له یوه جومات څخه د راوتلو وروسته د طالب استخباراتو لخوا نیول شوی.
(last modified 2023-03-28T04:06:07+00:00 )
Mar 28, 2023 08:27 Asia/Kabul
  • طالب استخباراتو، د قلم‌لار ټولنې مشر نیولی دی

د را پورونو له مخې د قلم لارې ټولنې مشر مطیع الله ویسا تیر مازیګر پلازمینه کابل کې له یوه جومات څخه د راوتلو وروسته د طالب استخباراتو لخوا نیول شوی.

طالب استخباراتو، د قلم‌لار ټولنې مشر نیولی دی

د را پورونو له مخې د قلم لارې ټولنې مشر مطیع الله ویسا تیر مازیګر پلازمینه کابل کې له یوه جومات څخه د راوتلو وروسته د طالب استخباراتو لخوا نیول شوی.

د ویسا ورور (ولي‌محمد اخلاقي) خبري رسنیو ته تایید کړې، چې ورور یې (مطیع‌الله ویسا) د کابل ښار، خوشحال‌خان مینې د جومات له مخې، طالب استخباراتو نامعلوم ځای ته لیږدولی.

مطیع‌الله ویسا، له کلونو راهیسې، د افغانستان نا امنه سیمو کې د زده‌کړو، په تېره بیا د نجونو د زده‌کړو دودولو لپاره، مدني مبارزه او هلې ځلې کولې.

د ښاغلي ویسا نیول کېدل، د مدني حقونو د ګڼو پلویانو له غبرګون سره مخ شوی او د هغه د ژرترژره خوشې کولو غوښتنه یې کړې.

مطیع الله ویسا، په ۲۰۰۹ زېږدیز کال کې د (قلم لار) ټولنه جوړه کړه او له دې لارې په لرو پرتو سیمو کې د ښوونځيو پرانستلو او زده کړو ته د ماشومانو لاسرسي لپاره هلې ځلې کولې.

له ټولو ستونزو سره سره، ویسا او قلم‌لار ټولنې یې تر ۲۰۲۱ کال پورې په ۱۴ ولایتونو کې ۱۰۰ ښوونځي پرانستل.