هرات کې د کتاب څلور ورځنی نندارتون پرانیستل شو
Mar 28, 2023 16:40 Asia/Kabul
هرات کې ځایي سرچینې وایي چې په دې ولایت کې د کتاب څلور ورځنی نندارتون، پیل شوی دی.
هرات کې د کتاب څلور ورځنی نندارتون
هرات کې ځایي سرچینې وایي چې په دې ولایت کې د کتاب څلور ورځنی نندارتون، پیل شوی دی.
دغه نندارتون چې د (مومني خپرندویه) او د هرات د (درمل پلورونکو اتحادیې) په نوښت جوړ شوی، له نن سهشنبې د وري له ٨مې به تر څلورو نورو ورځو، د لیدونکو پرمخ پرانستی وي.
ددغه نندارتون د جوړونکو په وینا، په دغه نندارتون کې د ۳۰۰سرلیکونو لرونکي شاوخوا لس زره ټوکه کتابونه نندارې ته ایښودل شوي دي.
هرات کې د کتاب د نندارتون جوړولو موخه، د مطالعې د فرهنګ دودول بلل شوي دي.
د کتاب دغه نندارتون په داسې حال کې هرات کې جوړیږي چې تېره ورځ کابل کې یوه خصوصي پوهنتون خپله کتاب خونه وپلورله.
ټیګونه