په افغانستان کې میلیونونه خلک د لوږې له خطر سره مخ دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i130258-په_افغانستان_کې_میلیونونه_خلک_د_لوږې_له_خطر_سره_مخ_دي
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړیوال سازمان (فائو) په افغانستان کې د میلیونونو خلکو لپاره د لوږې د خطر په اړه خبرداری ورکړی.
(last modified 2023-03-28T09:23:53+00:00 )
Mar 28, 2023 13:08 Asia/Kabul
  •  په افغانستان کې میلیونونه خلک د لوږې له خطر سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړیوال سازمان (فائو) په افغانستان کې د میلیونونو خلکو لپاره د لوږې د خطر په اړه خبرداری ورکړی.

د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې، (فائو) خبرداری ورکړی چې که په راتلونکو ورځو کې د افغانستان خلکو ته بېړنۍ مرستې ونه رسېږي، نو په دغه هېواد کې به ۹ میلیونه کسان وږې پاتې شي.

د خوړو د نړیوال سازمان مشر ډیویډ بسلیم د دوشنبې په ورځ په ټویټر کې لیکلي، چې نړۍ نه شي کولای د یوه بې سارې ناورین په وخت کې د افغانستان خلکو ته شا کړي.

تر دې وړاندې هم د افغانستان د مرستو د همغږۍ ادارې اوچا (OCHA) په یوه ټویټ کې ویلي وو چې په افغانستان کې ۲۳ میلیونه خلکو ته بشري مرستې لومړیتوب لري، خو له دغو کسانو سره یوازې هغه مهال مرسته کېدای شي چې کافي بودجه موجوده وي.

اوچا OCHA افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو لپاره د ۴،۶ میلیارده ډالرو غوښتنه کړې ده.