افغانستان کښې د پولیو ویکسینیشن بیا پيلیږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i130314-افغانستان_کښې_د_پولیو_ویکسینیشن_بیا_پيلیږي
د ملګرو ملتو له ماشومانو د ملاتړ صندوق(یونیسف) وویل: په پاکستان کښې د پولیو د یو کیس په لیدو سره د افغانستان په ختیځ کښې ماشومانو ته ویکسینیشن دوباره پیلیږي.
(last modified 2023-03-29T06:47:30+00:00 )
Mar 29, 2023 11:15 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې د پولیو ویکسینیشن بیا پيلیږي

د ملګرو ملتو له ماشومانو د ملاتړ صندوق(یونیسف) وویل: په پاکستان کښې د پولیو د یو کیس په لیدو سره د افغانستان په ختیځ کښې ماشومانو ته ویکسینیشن دوباره پیلیږي.

افغانستان او پاکستان د نړۍ له هغو یوازنیو هیوادونو څخه دي چې تراوسه په کښې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي(پولیو) نه ده ختمه شوې.

یونیسف نن وویل چې د افغانستان په ختیځ کښې د ماشوماڼو د ګوزڼ د مخنیوي ویکسینیشن  به یوځل بیا اجرا شي ځکه چې سږ کال د دې ناروغۍ وړومبنې مثبت مورد په پاکستان کښې ثبت شوی دی.

په عین حال کښې په افغانستان کښې د یونیسف په اداره کښې د پولیو د ختمولو د پروګرام یو مسئول کمال شاه د دې طرحې د پیلیدو نیټه راتلونکې اونۍ اعلان کړه او ویې ویل: دا پروګرام به څلور ورځې دوام ولري او په دوارن کښې به یې یو میلیون او یو لاک له پنځو کالو کم عمره ماشومانو ته ویکسین ورکړی شي.

یونیسف وايي چې تیر کال په افغانستان کښې د پولیو ناروغۍ یوازې دوه مثبت پیښې ثبت شوې وې خو په پاکستان کښې ۲۰ مثبتې پیښې رپورټ شوې دي چې دا ټولې د افغانستان په ګاونډ کښې په خیبر پښتونخوا صوبه کښې وې چې زیاتره افغانان هلته تګ راتګ کوي.