د افغانستان ؛صدای بانوان؛ریډیو هم وتړل شو
ددغه ریدیوئي چینل مدیرې ناجیه سروش هرډول خلاف ورزی دروغ بللې او وئيلي ئې دي ،ددغه ریډیو دتړل کیدا هیڅ ضرورت نه ؤ ، او دا اقدام د طالبانو یوه دسیسه ده .
د افغانستان په بدخشان ولایت کې د میرمنو په لاس یو چلونکی ریډیوبوسټر ؛صدای بانوان ؛خپرونه دطالبانو حکومت په دې علت چې په روژې مبارکې میاشتې کې له معمولاتو څخه سرغړونه بلل شوې ده ، تړل شوی دی .
د صدای بانوان ریډیو بوسټر په افغانستان کې یوازینۍ ریډیوئي خپرونه وه چې میرمنو اداره کوله . دغه ریډیوئي بوسټر خپل کار لس کاله مخکې پیل کړی او د شپږو ښځو پشمول اتو کسانو پکې په کار بوخت وو.
روسیا الیوم راپور ورکړی، د طالبانو په حکومت کې یوه مسئول مقام پرون د افغانستان په شمال ختیخ کې ددغه ریډیوئي بوسټر دبندیدا خبر ورکړی، چې میرمنو اداره کولو.
دغه طالب مسئول ددې خبر په اعلانولو سره ووئيل، په بدخشان ولایت کې دصدای بانوان خپرونه په روژې مبارکې میاشتې کې د موسیقۍ دخپرولو په علت چې طالبان ئې د خپلو قوانینو خلاف ورزي ګڼي تړلې ده.
په عین حال کې د بدخشان ولایت د رسندوئي او کلتور د ادارې مدیر معزالدین احمدي ووئيل، دغه ریډیو څو ځله په روژې مبارکې میاشت کې موسیقي خپره کړې او د طالبانو د حکومت د قوانینو اومقرراتو خلاف ورزي ئې کړې ده او په همدې علت تړل شوې ده.
له بل پلوه ددغه ریدیوئي چینل مدیرې ناجیه سروش هرډول خلاف ورزی دروغ بللې او وئيلي ئې دي ،ددغه ریډیو دتړل کیدا هیڅ ضرورت نه ؤ ، او دا اقدام د طالبانو یوه دسیسه ده .